دنيشنل موبلائزيشن فرنټ دطالبانو خلاف دمحاذ اعلان

Mar 18, 2026 - 13:55
 0  3
دنيشنل موبلائزيشن فرنټ دطالبانو خلاف دمحاذ اعلان

کابل( ميډيا رپورټ) دافغانستان شمالي اؤ دمشرقي صوبو  يو شمير ځوانانو په مشترکه توګه دنيشنل موبلائزيشن فرنټ دقيام اعلان کړے دے چې دغه شان دافغان  طالبانو دقبضې اؤ دهشت ګردۍ دپاليسيو خلاف مزاحمت وکړے شي. دنيشنل موبابائيلازيشن فرنټ وينا ده چې  طالبان دعوامو نمائندګان نۀ دي بلکې غاصبان دي اؤ په افغانستان ئې جبراً قبضه کړې ده. دنوي محاذ قائمولو مقصد ددهشت ګردو دګرفت نه ملک ازادول اؤ عوامو ته حفاظت ورکول دي، داين ايم ايف مشرانو وئيلي دي چې  دپخواني سوويت يونين خلاف جهاد هم فرض ؤ، همدغه شان نن دطالبانو درجيم اؤ خلاف مزاحمت اؤ جهاد هم فرض شوے دے. دتنظيم ترمخه دافغانستان لويه ابادي پريشانه اؤ مظلومه ده اؤ عوامونمائندګان راپورته شويدي.نيشنل موبائيلائزيشن فرنټ وئيلي دا اقدام دطالبانو ددهشت ګردۍد سرپرستۍ  دپاليسيو په جواب کښې پورته کړے شوے دے اؤ هغوي په افغانستان کښې دامن، استحکام اؤ عوامي حقونو لپاره فعاله دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي