ډي ائي خان، د مولانا اسجد محمود د اسکواډ ګاډے حادثې سره مخ، 2 رضاکار مړۀ
ډي ائي خان( وحدت خبر) ډېره اسماعيل خان کښې د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان زوی مولانا اسجد محمود د اسکواډ ګاډی حادثې سره مخ شوےدے. د حادثې په نتيجه کښې 2 کسان مړه شول او 1 کس ژوبل شو۔ د پېښې د علتونو په اړه د اړوندو ادارو تحقيقات روان دي۔ د پوليس په وينا دا پېښه د وانډه يارک سره نزدې رامنځته شوه، چرته چې د انصار السلام 2 رضاکار په موقع مړه شول او 1 کس ژوبل شو۔ مړه شوي کسان د ضلع لکي مروت سره تعلق لرلو۔ د حادثې سمدستي وروسته ريسکيو ټيمونو مړي او ژوبل کسان نزدې اسپتال ته منتقل کړل، چرته چې ژوبل کس ته طبي امداد ورکړے شو۔ پوليس ووئيل چې د حادثې د وجوهاتو معلومولو لپاره تحقيقات روان دي او شواهد راټولولے شي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0