پاکستان له طالبانو سره خبرو ته چمتو دے خو ترهه ګر راوسپارئ:ډي جي ائي ايس پي ار افغان طالبانو ته
پېښور/اسلامآباد — ځانګړې راپور
د پاکستان پوځ وياند ويلي چې هېواد يې له افغان طالبانو سره د خبرو دروازه خلاصه ساتلې، خو د دې بهير د پيل لپاره ځينې مهم شرطونه وړاندې شوي دي.
د آيي ايس پي آر مشر، ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري ويلي دي چې پاکستان له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره تيار دژ، خو هغوي بايد لومړي ترهګر موږ ته راوسپاري.
هغه وئيلي افغان طالبانو ته پکار ده چې پرېکړه وکړي: د هغوي لپاره تحريک طالبان پاکستان مهم دے که پاکستان، د هغوي لپاره ترهګري مهمه ده که امن.
د جيو نيوز د “کيپټل ټاک” پروګرام د کوربه حامد مير سره په خبرو کښې، د آئي ايس پي آر مشر وويل چې د افغان طالبانو رژيم ترهګر په ځان کښې پټ کړي دي، حتي په حکومتي ودانيو کې هم ترهګر پټ دي.
پاکستان د خبرو لپاره تيار دے، خو لومړے ترهګر پاکستان ته وسپارئ او په خپل هېواد کې د ترهګرو مرکزونه ختم کړئ.
د پوځ د عامه اړيکو مشر ټينګار کړے چې د باور فضا هغه وخت رامنځته کېدے شي کله چې د وسلوالو ډلو پۀ ضد عملي ګامونه واخيستل شي.
په يوه ټلوېزيوني مرکه کې هغه وويل چې پاکستان د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره هر ډول سياسي حل ته چمتو دے، خو غوښتنه يې دا ده چې هغه کسان چې د پاکستان پر ضد فعاليتونه کوي، بايد مهار او د هغوي مرکزونه له منځه يوړل شي.
چارواکي ادعا کوي چې د پولې هغې غاړې ته ځينې ډلې لا هم منظم حضور لري او له هماغه ځايه بريدونه تنظيموي. د هغوي په وينا، وروستيو پېښو ته په کتو، پاکستان اړ شوے چې د خپلو امنيتي ګټو د ساتنې لپاره ځوابي اقدامات وکړي.
پوځي سرچينې دا هم وايي چې په ځينو هدفمند عملياتو کې يوازې هغه ځايونه په نخښه شوي چې د وسلوالو ډلو له فعاليتونو سره ئې تړاو درلود.
د دوي په خبره، هڅه شوې چې ملکي وګړو ته زيان ونه رسي او عمليات د احتياط له مخې ترسره شي.
بل پلو، چارواکو تور پورې کړے چې افغانستان د بېلابېلو وسلوالو ډلو لپاره د تجمع ځاي ګرځېدلے او دا مسئله يوازې د پاکستان نه، بلکې د ټولې سيمې لپاره اندېښنه ده.
دوي وايي چې د دې ستونزې حل د ګډو هڅو او جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې، د پوځ وياند دا هم روښانه کړه چې د پاکستان خلک د افغانستان له عام ولس سره هېڅ ستونزه نه لري او هغوي خپله د ستونزو ښکار دي.
هغه وويل چې د پاکستان اقدامات يوازې د هغو عناصرو پر ضد دي چې تاوتريخوالے خپروي.
شنونکي باور لري چې د خبرو وړانديز سره سره، د شرطونو سختوالے ښائي چې د دواړو خواوو ترمنځ بې باوري لا هم موجوده ده. د دوي په اند، که عملي ګامونه پورته نه شي، نو د سيمې امنيتي وضعيت به همداسې نازک پاتې شي.
په ټوله کې، د سولې او ثبات لپاره د خبرو امکانات شته، خو د اعتماد جوړول او د تاوتريخوالي کمول به د راتلونکو ورځو تر ټولو لويه ازموينه وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0