دهنګو پوليس دامن وامان دقيام لپاره پرعزم دي ،خان زيب مهمند
هنګو( وحدت خبر) دهنګو ډي پي او خان زيب مهمند دمختلفو تاڼو اؤ چوکودوره کړې ده، په دې موقعه هغه دتعميراتي کارونو اؤ سيکورټي انتظاماتو جائزه اخستې ده. ډي پي او دعلاقائي ګشت په دوران دصدر تاڼې، دوابه تاڼې، ټل تاڼې اؤ ماموخواړه چوکۍ تفصيلي دوره کېده، ددورې په وخت ډي پي او خان زيب مهمند تاڼو اؤ چوکو کښې دجاير تعميراتي کارونو،دستياب سهولتونو، نفرۍ دپېشه وارانه تيارۍ اؤ مجموعي سيکورټي انتظاماتو په باريک بينۍ سره جائزه اخستې ده، ډي پي او دموجودې نفرۍ حوصله افزائي کړې ده اؤ وئيلي ئې دي چې دهنګو پوليس دامن وامان دقيام لپاره پرعزم دي اؤ په هيڅ صورت کښې به شرپسند عناصر سر پورته کولو ته پرېنۀ ښودل شي. دۀ ووئيل چې دعوامودځان ومال تحفظ دپوليسو وړومبۍ ترجيح ده اؤ په دې لړ کښې به څه قسمه غفلت بيخي برداشت نۀ کړے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0