دحکومت اولنۍ ذمه واري ده چې دپاکستان دعوامو مفادات مقدم وساتي، دوزيراعلى دکابينې اجلاس ته وينا
پېښور( وحدت څبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې موجوده عالمي دتوانايۍ اؤ معاشي بحران نظر کښې نيولو سره دحکومت اولنۍ ذمه واري ده چې دپاکستان دعوامو مفادات مقدم وساتي اؤ په مشکلو حالاتو کښې عوامو ته ريليف فراهم کولو لپاره عملي اقدامات کوي، دصوبائي کابينې اجلاس ته په وينا کښې وزيراعلى ووئيل چې دکوم بحران په صورت کښې دبوج ترټولو وړاندې په عوامو داچولو پځائے حکومت اؤ رياستي ادارو ته خپل مراعات اؤ اخراجاتو کښې کمي راوستل پکار دي، دۀ ووئيل چې منتخب نمائندګانو، بيوروکريسۍ اؤ رياستي ادارو پشمول ټولو متعلقه حلقو ته پکار دي چې هغوي خپل پروټوکول اؤ غيرضروري مراعات کم کړي چې دغه شان عوامو ته ريليف فراهم کړے شي، دۀ وئيلي دي چې دپاکستان په تاريخ کښې اکثره داسې شويدي چې په مشکلو حالاتو کښې دقربانۍ بوج نيغ په نيغه په عوامو اچول کيږي حالانکې رياستي ادارو ته ترټولو وړاندې خپله ذمه واري پوره کول پکار دي، وزيراعلى ووئيل چې دپيټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې داوسني بوج په عوامو اچول دمنلو وړ نۀ دي اؤ صوبائي حکومت دا طرز عمل مسترد کوي. وزيراعلى ووئيل چې دکووډ دعالمي وبا په دوران هم دسخت معاشي دباؤ باوجود دعمران خان په قيادت کښې وفاقي حکومت، عوامو، کاروباري ورورولۍ اؤ غريبې طبقې ته ريليف فراهم کولو لپاره موثره اقدامات کړي وو چې په عالمي کچه ستائيل شوي وو. دۀ ووئيل چې دموجوده حکمرانانو سره دمعاشي بحران مهارولو لپاره هيڅ واضحه پاليسي نۀ ښکاري اؤ نۀ هم هغوي داصلاحاتو په متعارف کولو کښې کامياب شويدي. دۀ ووييل چې دخېبرپښتونخوا حکومت به هميشه دخپلو عوامو سره ولاړ وي اؤ دهرهاغه اقدام مخالفت به کوي چې بوج ئې نيغ په نيغه په عوامو پريوځي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0