لکي مروت کښې دپوليسو په ګاډي بمي چاؤدنه، شپږ اهلکار شهيدان
لکي مروت( وحدت خبر) دلکي مروت شادي خيل بيټني کښې دپوليسو په موبائيل دبمي چاؤدنې( ائي اي ډي) له امله دايس ايچ او پشمول شپږ اهلکار شهيدان شوي اؤ يو ژوبل شوے دے. دپوليسو ترمخه چاؤدنه درسول خيل چيک پوسټ سره نزدې دپوليسو په موبائيل دګشت په دوران شوې ده، پوليسو وئيلي دي چې په دې چاؤدنه کښې دايس ايچ او صدراعظم اؤ ډرائيور شاه بهرام پشمول شپږ اهلکار شهيدان شويدي. ژوبل شوے اهلکار انصاف الدين په فوري توګه هسپتال ته منتقل کړے شوے دے. دچاؤدنې نه پس سيکورټي فورسز اؤ پوليسو علاقه په ګيره کښې اخستې اؤ دمشکوکو کسانو لټون ئې شروع کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0