نوښار کښې دهندو جرګې غړے راجن داس قتل
نوښار( وحدت خبريال) دنوښار کينټ ګلبرګ ټاؤن کښې درقم په تنازعه دهندو جرګې غړے په بې دردۍ سره قتل کړے شوے دے، مقتول ساجن داس دکوهاټ نه دسخر دډيتهـ سرټيفيکيټ جوړولو لپاره نوښار ته راغلے ؤ،پوليسو تصديق کړے دے چې دمقتول ساجن داس دښځې دخاوند زوې ملزم نيرج بالا اندېښنه لرله چې مقتول ساجن داس دهغه دنيکۀ کور اؤ رقم تروړل غواړي. دمقتول مړے ډسټرکټ هيډکارټر هسپتال نوښار ته منتقل کړے شوے دے. دپوسټ مارټم نه پس مړے وارثانو ته سپارل شوے دے، دهسپتال ذريعو وينا ده چې مقتول درې ډزه ويشتل شوے دے، دبدرشۍ تاڼه کښې دمقتول دورور راجن داسې په مدعيت کښې مقدمه درج کړے شوې ده، ملزمان دقتل وروسته تښتيدلي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0