نوښار، دريائے سندهـ کښې دډوبيدو له امله دوه ځوانان مړۀ

Mar 11, 2026 - 19:45
Mar 11, 2026 - 19:48
 0  4
نوښار، دريائے سندهـ کښې دډوبيدو له امله دوه ځوانان مړۀ

نوښار( سيد نديم مشواني) دنوښار پبو جبي کچ اؤ نظام پور عسکري سيمنټ فيکټرۍ دريائے سندهـ کښې دوه ځوانان ډوب شوي اؤ پحق رسيدلي دي، دمقامي خلقو دعسکري سيمنټ فيکټرۍ جبۍ نظام پور سره نزدې دريائے سندهـ نه ددير داوسيدونکي ځوان مړے برامد کړے دے، دمقامي خلقو ترمخه مړے وارثانو ته سپارل شوے دے، دريسکيو١١٢٢ ترمخه دپبو جبۍ کچ په مقام اوولس لن ځوان سميع الله دمهمند اوسيدونکي مړے تراوسه نۀ دے برامد شوے، دريسکيو١١٢٢ لامبوزن ټيم دمړي لټون لپاره سرچ اپريشن جاري ساتلے دے. دريسکيو١١٢٢ ترجمان نبيل خان ترمخه  دواړه ځوانان دلامبلو په دوران اوبو  کښې ډوب شوي وو.

What's Your Reaction?

Like Like 1
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي