ډي ائي خان، دشپې ناوخته دپوليسو په چيک پوسټ دترهه ګرو حمله،يو اهلکار ژوبل
ډي ائي خان( وحدت خبر) ډېره اسماعيل خان کښې نامعلومو وسله والو ترهګرو د شپې په تياره کښې د پوليس چيک پۀ پوسټ کهتي په درنو وسلو سره حمله کړې چې پکښې يو اهلکار ژوبل شوے دے. دپوليسو کوئک رسپانس فورس جوابي کارروائي کړې ، د ترهګرو عزائم ئې ناکامه کړل او حمله ئې پشا وتمبوله.،د پوليسو د جوابي وار نه پس ترهګر تېښتې ته مجبوره شول، ولې د ترهګرو په حمله کښې يو پوليس کانسټيبل ژوبل شو۔ د پېښې اطلاع ترلاسه کېدو سره د ايس پي سټي ډويژن مرتضی خان بنګش په مشرۍ کښې د ډېره اسماعيل خان پوليس او سي ټي ډي درنه نفري موقعې ته ورسېده۔ ژوبل کانسټيبل د طبي امداد لپاره اسپتال ته منتقل کړے شو او علاقه کښې سرچ آپريشن شروع کړے شو، همدارنګه د ترهګرو له خوا غورځول شوي لاسي بمونه او بارودي مواد د بي ډي يو ټيم لخوا ناکاره کړے شول۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0