پاکستان افغانستان کښې دوړوکي اختر په موقعه دترهه ګرو خلاف روان اپريشن ودرولو

Mar 19, 2026 - 04:08
 0  1
پاکستان افغانستان کښې دوړوکي اختر په موقعه دترهه ګرو خلاف روان اپريشن ودرولو

پېښور/اسلام‌آباد ځانګړے راپور

د پاکستان حکومت اعلان کړے چې د افغانستان اړخ ته روان پوځي اقدامات به د وړوکي اختر د ورځو په مناسبت د څو ورځو لپاره ودرول شي. چارواکي وايي، دا پرېکړه د سيمې د حالاتو نرمولو او د مذهبي فضا د درناوي په موخه شوې ده.

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د اړخه د شورو په ورځ د سماجي رابطے پليټ فارم ”ايکس“ په پوسټ كښې وئيلي شوې چې راروان اسلامي تهوار كوچني آختر په مهال حکومت پاکستان د خپل اړخه اقدام كولو سره او وروڼو اسلامي اسلامي هېوادونو سعودي عرب، رياست قطر او جمهوريه تركيه په خواست افغانستان كښې د ترهه ګرو او د هغوي معاون انفراسټرکچر په ضد روان”آپريشن غضب للحق“ كښې په عارضي توګه د دمي كولو پريكړه وكړه۔دا دمه د 18 او 19 مارچ شپې نه تر 23 او 24 مارچ 2026ء شپے موثره وي

  حکومتي سرچينې زياتوي چې دا ګام د ځينو اسلامي هېوادونو د سفارتي هڅو په رڼا کښې پورته شوے، تر څو د اختر په شپو ورځو کښې تاوتريخوالے راکم شي.

چارواکي ټينګار کوي چې دا يو موقتي ګام دے او که د پولې دواړو غاړو ته د امنيت کومه جدي پېښه رامنځته شي، نو اقدامات به بېرته پيل شي.  

بل لور ته، رسمي شمېرې ښائي چې تېرو اونيو کښې د پوځي عملياتو پر مهال ګڼې نښتې شوې دي. سرچينې ادعا کوي چې د مخالفو ډلو مرکزونه، وسلې او د هغوي د ملاتړ ځينې مهم ځايونه په نښه شوي دي. همداراز، په سرحدي سيمو کې د شکمنو مورچلو او تاسيساتو پر ضد هم اقدامات شوي دي.

پوځي حلقې وايي چې دا ټول عمليات په ډېر احتياط ترسره شوي او هڅه شوې چې عام ولس ته زيان ونه رسي. دوي دا هم وايي چې يوازې هغه ځايونه هدف ګرځول شوي چې د امنيتي ګواښونو سره تړاو درلود.

د سيمې سياسي شنونکي باور لري چې دا لنډه وقفه کېدے شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمېدو لپاره يو فرصت برابر کړي، خو هغوي دا هم وايي چې د اوږدمهاله ثبات لپاره به لا زياتې سياسي او ډيپلوماټيکې هڅې ته اړتيا وي.

په ټوله کې، که څه هم د اختر لپاره دا دمه د ارام يو لنډ فرصت برابروي، خو د سيمې امنيتي وضعيت لا هم حساس بلل کېږي او راتلونکې ورځې به ډېرې مهمې وي.

داے پي پي دخبر ترمخه   آپريشن ”غضب للحق“ په مهال د 18 مارچ 2026ء تر ماښام 7 بجو تر (سيز فائر اعلان) د فتنه الخوارج / افغان طالبان 707 ترهه ګر وژلې شوي او دغسې 938 څخه زيات ژوبل شوې دي

۔د اطلاعات وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د شورو په ورځ د سماجي رابطے په پليټ فارم ”ايکس“ په خپل يو پوسټ كښې ووئيل چې آپريشن ”غضب للحق“ په مهال افغان طالبانو 255 چيك پوسټونه تباہ شوي دغسې 44 چيك پوسټونه قبضه كړې شوي۔په دې مهال 237 ټينکونه، بکتر بند ګاړي او توپونه تباہ کړې شوي۔ افغانستان كښې د ترهه ګرو ژالي د هغوي معاون انفراسټرکچر 81 ځايونه فضائي کارروائي كښې په ښه ډول په نښه كړې شوي۔ تر 16 مارچ شپے د پاکستان وسله والو کابل او ننګر هار كښې افغان پوځي تنصيبات په نښه كړي۔په دغه کارروائيو كښې د پاکستان وسله والو ځواكونو کابل او ننګر هار كښې ډرون سټوريج، تکنيکي معاونت مرکز او وسلې او سازوسامان ذخيرو تنصيب هم تباه كړې كوم به چې افغان طالبانو او ترهه ګرو د پاكستان بے ګناه وګړو پھ ضد كارولو

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي