باجوړ کښې اغوا کړے شوےاے ايس ائي شاه منير شهيد کړے شو، جنازه ئې پوليس لا ئن کښې ادا

Mar 14, 2026 - 19:02
 0  2
باجوړ کښې اغوا کړے شوےاے ايس ائي شاه منير شهيد کړے شو، جنازه ئې پوليس لا ئن کښې ادا

خار( وحدت خبر) باجوړ کښې اغوا کړے شوےاے ايس ائي شاه منير شهيد کړے شودے، دباجوړ پوليس ترمخه   دشهيد شاه منير دجنازې لمونځ دباجوړ په پوليس لائن کښې په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کړے شو  د جنازې په لمونځ کښې ضلعي پوليس افسرانو، سول انتظاميې، د پاک پوځ افسرانو، د علاقې معززينو او د سول سوسائټۍ کسانو په لوئې شمېره ګډون وکړو. ګډونوالو د شهيد د لوړو درجو او د هغه د کورنۍ لپاره د صبر جميل خصوصي دعا وکړه. په دې موقع پوليس چارواکو ووئيل چې د شهيدانو قربانۍ به هېڅکله ضايع نه شي او د امن د قيام لپاره به له هېڅ قربانۍ نه ډډه نه کېږي. باجوړ پوليس د خپلو شهيدانو لويو قربانيو ته د عقيدت پيرزوينه وړاندې کوي او د هغوی له کورنيو سره د بشپړې يووالي اظهار کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي