دعلي لاريجان شهادت سره به دجنګ سفارتي حل پورې رسيدل لا مشکل شي، عرب ميډيا

Mar 18, 2026 - 02:27
 0  1
دعلي لاريجان شهادت سره به دجنګ سفارتي حل پورې رسيدل لا مشکل شي، عرب ميډيا

تهران( ميډيا رپورټ) دقطر حمد بن خليفه يونيورسټۍ کښې دپبلک پاليسۍ سينئر پروفيسر سلطان برکات ترمخه دايراني نيشنل سيکورټي کونسل مشر علي لاريجاني شهادت سره به دجنګ سفارتي حل پورې رسيدل لا مشکل اؤ اوږد شي، دعرب ميډيا ترمخه دپروفيسر سلطان برکات وينا ده چې  دلاريجاني شهادت به په ايراني نظام کښې سخت دريځه عناصر مضبوط کړي اؤ ورسره به سفارتي حل في الحال يو څه نور هم لرې شي. هغه وئيلي دي چې  لاريجاني ددواړو سياسي ډلو سرهدخبرو کولو صلاحيت لرلو چې ددې په وجه هغه په ايران کښې دطاقت دتوازن برقراره ساتلو کښې ډير اهم کردار ادا کولو. دبرکات ترمخه هغه ډير تعليم يافته اؤ دمغرب نه علاوه  دايران قامت پسندو اؤ اصلاح پسندو سره هم په خبرو کولو پوهيدو، کۀ چرې هغه واقعي شهيد شوے وي نو دا دهاغو خلقو لپاره لوئې نقصان دے چې  دفوجي ټکر په ځائے متبادل حل غواړي.

دعرب ميډيا ترمخه دايران چارواکو  دعلي لاريجان اؤ دهغه دزوې مرتضى دشهيد کيدو تصديق کړے دے.

اسرائيلو تيره ورځ  دايران دقومي سلامتۍ دمشير علي لاريجان دوژلو دعوه کړې وه.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي