فیلډ مارشل عاصم منیر: د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي
پېنډۍ، ۱۹ مارچ — د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر په ټینګار سره ویلي دي چې پاکستان به هېڅکله دا برداشت نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره وکارول شي، او له افغان طالبانو یې غوښتنه کړې چې په دې اړه خپل مسؤلیت پوره کړي.
هغه دا خبرې د اهل تشیع مکتب فکر له یو شمېر علماوو سره د ملاقات پر مهال وکړې، چې پکې د ملک د امنیت، سیمهییز حالاتو او د ټولنې د یووالي په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
فیلډ مارشل وویل چې د دیني عالمانو کردار ډېر مهم دی او هغوی ته پکار ده چې په ملک کې یووالی نور هم مضبوط کړي او د انتهاپسندۍ پر ضد کلک دریځ خپل کړي. هغه په دې خبره هم زور ورکړو چې د غلطو معلوماتو، فرقهوارانه سوچ او بهرنیو سازشونو مقابله کې د علماوو کردار ډېر ضروري دی.
ده دا هم واضحه کړه چې د مذهب په نوم د خلکو جذبات راپارول او تشدد ته هوا ورکول به هېڅکله ونه زغمل شي. د هغه په وینا، د ترهګرۍ پر ضد به کاروایي په پوره قوت سره روانه وي او دا به د انټلیجنس پر بنیاد کېږي، او ترهګر به هر چېرته وي، په نښه کولې شي.
هغه د “غضب لِلحق” عملیاتو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د پاکستان د خاورې دفاع لپاره به هر ممکن ګام پورته کولې شي.
په دې موقع ګډون کوونکو ته د سیمې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د پاکستان د سفارتي هڅو په اړه هم معلومات ورکړل شول.
د ملاقات په پای کې علماوو د ملک د امن او استحکام په اړه د خوښۍ اظهار وکړو، د مذهب په نوم یې تشدد په سختو ټکو کې وغندلو، او د قانون نافذوونکو ادارو سره یې د بشپړ ملاتړ باور ورکړو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0