دعمران خان علاج دې دهغه دکورنۍ په موجودګۍ کښې په شفاء هسپتال کښې وکړے شي،وزيراعلى سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدی غوښتنه کړې ده چې د پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان علاج دې د هغه د ذاتي ډاکټرانو د نګراني لاندې او د کورنۍ په موجودګۍ کښې په شفاء انټرنېشنل هسپتال کښې سمدستي وکړے شي۔ اسلام اباد خېبرپښتونخوا هاؤس کښې پرېس کانفرنس ته د وينا په وخت وزيراعلیٰ ووئيل چې د نن پرېس کانفرنس يوازېنۍ اېجنډا د عمران خان د صحت معامله ده۔ هغه ووئيل چې د عمران خان د صحت په اړه مسلسل اندېښنې موجودې دي او په دې لړ کښې هر ممکن کوشش شوے دے چې هغه ته مناسب طبي سهولتونه برابر کړے شي۔سهيل افريدی ووئيل چې د عمران خان د علاج لپاره ائيني، قانوني، جمهوري او سياسي ټولې لارې خپلې کړے شوي دي، تر څو هغه ته د کورنۍ په موجودګۍ کښې او د ذاتي ډاکټرانو د نګراني لاندې په شفاء انټرنېشنل هسپتال کښې د علاج سهولت ورکړے شي، خو د ټولو موجودو قانوني او آئيني لارو خپلولو باوجود دا جائز غوښتنه تر اوسه نه ده پوره کړے شوې۔ وزيراعلیٰ ووئيل چې عمران خان يو عام شخصيت نه دے، بلکې د پاکستان پخوانے وزيراعظم او د ملک د تر ټولو لويې سياسي ګوند چيئرمين دے۔ هغه زياته کړه چې عمران خان نه يوازې په پاکستان بلکې په اسلامي نړۍ کښې هم د يو مهم سياسي مشر په توګه کتلے شي او کروړونه پاکستانيان په هغه باور لري۔ هغه پۀ موجوده حکومت سخت تنقيد کړو او وې وئيل چې په ملک مسلط ډله نه واضحه خارجه پاليسي لري او نه د داخلي چارو لپاره کومه مؤثره حکمت عملي ۔ د هغه په وينا، د ملک د معاشي او انتظامي بحرانونو نه د راويستلو په ځائے د هغوي توجه دا ده چې عمران خان ته د کورنۍ سره د ملاقات او د علاج سهولت ور نه کړل شي. سهيل افريدی ووئيل چې پاکستان ته دا وخت معاشي پرمختګ، ، صنعتي وده او د ځوانانو لپاره د روزګار موقعو پيدا کولو ضرورت دے، ځکه چې ځوانان د ملک تقريباً 60 فيصده آبادي جوړوي، خو د حکومت ترجيحات د دې برعکس ښکاري۔ هغه زياته کړه چې د پاکستان تحريک انصاف قيادت او منتخب نمائندګان د سياسي دباؤ او مختلفو پابنديو سره مخ دي۔ د هغه په وينا د خېبرپښتونخوا حکومت د عوامي مينډيټ په ذريعه قائم شوے دے، خو د دې قيادت نااهله کولو لپاره مختلفې لارې اختيارولے شي هغه خبردارے ورکړو چې خدانخواته که پۀ عمران خان څه هم وشول نو د دې ذمه واري به د جعلي حکومت او د هغې د هينډلرانو په غاړه وي۔ د هغه په وينا دا وخت د ټول ملک سترګې عدليې ته دي او عدليه بايد د دې معاملې حساسيت درک کړي، ځکه چې د تحريک انصاف غوښتنې جائزې دي او مقصد ئې يوازې دا دے چې عمران خان ته مناسب طبي سهولت ورکړے شي۔ هغه ووئيل چې د عوامو په مينډيټ ډاکه اچول شوې ده، دروغژن کيسونه جوړ کړے شوي دي او تحريک انصاف د دېوال سره لګولو کوشش کېږي، خو د عمران خان د رهايۍ لپاره رهائي فورس او ټول قوم به خپل کردار ادا کوي۔ وزيراعلیٰ ووئيل که دا ځل تحريک انصاف کال ورکړو نو حالات به سمبالول د چا لپاره هم ممکن نه وي۔ هغه واضحه کړه چې د تحريک انصاف منزل حقيقي آزادي ده او د دې تر حصوله به جدوجهد جاري وي۔ محمد سهيل افريدی ووئيل چې کوم سټريټ موومنټ چرته ودرولے شوے ؤ هم هغه ځائې نه به بيا شروع کولے شي او په دې اړه مکمل تياري روانه ده۔ هغه ووئيل چې د عمران خان رهائي فورس په اړه پرون هم يو اجلاس شوے دے او تحريک انصاف به د مکمل منصوبه بندۍ سره مخ په وړاندې ځي۔ وزيراعلیٰ ووئيل چې په ملک مسلط ډله د هېکرانو په شان ده چې عدليه او پارلېمانټ ئې هم هېک کړے دي۔ هغه ووئيل که د دومره وسائلو او سهولتونو باوجود حکمرانان عوامو ته ريليف ورکولو او ملک مخ په وړاندې بوتلو کښې ناکامه دي نو بايد سوچ وکړي چې آخر د چا لپاره دا نظام هېک کوي۔ وزيراعلیٰ په دې موقع لکی مروت کښې په پوليسو د شوې حملې سخته غندنه وکړه، د شهيدانو د درجو د لوړوالي او د زخميانو د زر روغتيا لپاره ئې دعا وکړه او وې وئيل چې مونږ د ازمېښت په دې وخت کښې د لواحقينو په غم کښې برابر شريک يو
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0