کوهاټ کښې دسي ټي ډي اپريشن،٦ ترهه ګر ووژل شول
کوهاټ( وحدت خبر) د لاچۍ تاڼې په حدودو کښې سي ټي ډي او کوهاټ پوليسو په شريکه کارروايۍ کړې ده، د ترهګرو خلاف غټ اپريشن کښې د ډزو په تبادله کښې 6 ترهګر وژل شوي دي۔ د کوهاټ ډي پي او شهباز الهي په وينا، سي ټي ډي او کوهاټ پوليسو ته خفيه اطلاع ترلاسه شوې وه چې د لاچۍ تاڼې په مختلفو سيمو کښې ترهګر موجود دي او د کومې غټې حملې منصوبه بندي کوي۔ په اطلاع ترلاسه کېدو سره سي ټي ډي او پوليسو درنې نفرۍ په شريکه سرچ اينډ سټرائيک اپريشن شروع کړو۔ د اپريشن په دوران چې ترهګرو پوليس وليدل نو سمدستي ئې ډزې شروع کړې، چې پرې پوليس او سي ټي ډي اهلکارو جوابي کارروائي وکړه۔ د ډزو په تبادله کښې 6 ترهګر وژل شوي دي، او د هغوي نه وسله هم ترلاسه کړے شوې ده۔ علاقه په مکمله توګه په محاصره کښې اخستل شوې ده او سرچ اپريشن لا هم جاري دے۔ دپوليسو ديو بل بيان ترمخه دحملې په اطلاع دکوهاټ پوليسو کومک راسيدلے، ترهه ګر تښتيدلي اؤ لاشونه ئې پريښي دي، وژل شوو ترهه ګرو نه شپږ ايس ايم جيز، لاسي بمونه اؤ ګوله بارود ترلاسه شويدي،پوليس وئيلي دي چې دسرچ اپريشن په دوران ګڼ کارتوس، دولس ميګزين اؤ شپږ بينډوليئرز قبضه کښې اخستل شويدي. دخېبرپښتونخوا پوليس مشر ذولفقار حميد پوليس ټيم ته شاباشے ورکړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0