مونږ دشمني اؤ جنګ نۀ غواړو، دملا يعقوب پاکستان ته پيغام

Mar 9, 2026 - 01:43
 0  4
مونږ دشمني اؤ جنګ نۀ غواړو، دملا يعقوب پاکستان ته پيغام

کابل( ميډيا رپورټ) د اسلامي امارت دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد ويلي، اسلامي امارت د جګړې پيلونکے نه دے او کابل د شخړو پراختيا نه غوړي. مجاهد طلوع‌نيوز سره په خبرو کښې د پاکستان خلقو، علماوو او سياستوالو ته ويلي چې د افغانستان خلق هم د جګړې غوښتونکي نه دي او غوره ګڼي چې ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي. د ملي دفاع وزير، مولوي محمد يعقوب مجاهد ويلي: «زما پيغام د پاکستان علماوو، خلقو او سياستوالو ته دا دے چې د افغانستان له خلقو او حکومت سره جګړه مه کوئ. مونږ دښمني نه غواړو او غواړو ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل شي. هغوي دې خپل پوځي رژيم قانع کړي چې له يو ملت سره جګړه نه د دوي په ګټه ده او نه هم د هېڅ لوري لپاره کومه ګټه لري.» هغه ويلي: «د پاکستان د فوځي رژيم تګلاره دا ده چې په افغانستان کښې يو کمزوري حکومت وي؛ داسې حکومت چې پوځي ځواک ونه لري او اقتصاد ئې د پاکستان پر بندرونو متکي وي، څو هر وخت وغواړي له دې لارې د فشار د وسيلې په توګه کار واخلي.» هغه له هېوادوالو هم وغوښتل چې خپل يووالي وساتي او ويې ويل چې  پاکستان سره د کړکېچ زياتوالي افغانان لا يو موټي کړي دي. د ملي دفاع وزير وويل: «زما مشوره افغانانو ته دا ده چې يووالے او اتفاق ولري. بايد هغو کسانو ته فرصت ورنه کړل شي چې په افغانستان کښې د ناامنۍ په لټه کښې دي، څو دښمن زمونږ ترمنځ نفوذ وکړي.» نوموړي د سيمې او نړۍ هېوادونو ته هم په خپل پيغام کښې ويلي، چې د جګړو غوښتونکي نه دي؛ خو که بريد ورباندې وشي؛ نو له ځان څخه نه ستړې کېدونکې دفاع ته چمتو دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي