دايران اوسنيو نښتو کښې دګڼو امريکائي فوجيانو دګرفتارولو دعوه، دامريکې ترديد

Mar 9, 2026 - 01:51
 0  3
دايران  اوسنيو نښتو کښې دګڼو امريکائي فوجيانو دګرفتارولو دعوه، دامريکې ترديد

تهران(  ميډيا رپورټ) دايران علي لاريجان دعوه کړې ده چې  داوسنيو نښتو په دوران په ګڼ شمير کښې امريکائي فوجيان ګرفتار کړے شويدي، دايران دقومي سلامتۍ دکونسل سيکرټري جنرل علي لاريجان پخپل يو بيان کښې وئيلي دي ورته اطلاع ورکړے شوې ده چې ځينې امريکائي فوجيان دايراني فورسز په تحويل کښې، هغه وئيلي  دسيمې ملکونه اوس پوهه شوي دي چې امريکا ددوي سلامتي نۀ شي يقيني کولے، دۀ وئيلي دي چې کۀ چرې په سيمه کښې  موجودې امريکائي فوجي اډې دايران خلاف استعماليږي  نو ايران  دخپلې دفاع مکمل حق لري، علي لاريجان وئيلي  امريکا پخپلو غلطو اندازو کښې نښتې ده اؤ په ايران حملې کولو سره ټرمپ  خپلو مقصدونو ترلاسه کولو کښې ناکامه راغلے دے. دۀ ووئيل چې دمشکلاتو باوجود هم ايراني قوم ددشمنانو خلاف متحد دے اؤ دملک قيادت ترمينځ څه قسمه اختلاف نشته. بلخوا دامريکائي بحريې کيپټن ټم هاکنز   دعلي لاريجاني دا دعوه مسترد کړې ده اؤ وئيلي ئې دي چې   دايران حکومت دنيا ته ددهوکې ورکولو لپاره  داسې قسمه دعوې کوي. دۀ وئيلي دي چې  دامريکائي فوجيانو دګرفتارۍ دعوه بې بنياده ده اؤ په دې کښې هيڅ حقيقت نشته.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي