دايران په اسرائيلو دکلسټر ميزائيل حمله، يو يهودي هلاک، څلور سخت ژوبل
تهران( ميډيا رپورټ) ايران په اسرائيلو دګڼو بيلسټک ميزائيلونو حملې کړيدي چې پکښې يو کلسټر وار هيډ ميزائيل راپريوتو په وجه يو تن وژل شوے اؤ څلور نور سخت ژوبل شويدي، دعالمي خبري ادارې ترمخه ايران دنيمې شپې نه پس په اسرائيلو اووۀ ميزائيل حملې کړيدي چې پکښې يو کلسټر وار هيډ ميزائيل هم شامل دے، چې اسرائيلو ئې دتباه کولو دعوه کړې ده، خو دکلسټر ميزائيل ټکړې دمينځني اسرائيلو مختلفو علاقو کښې راپريوتي دي چې په ټکړو لګيدو ئې يو تن وژل شوے اؤ څلور نور ژوبل شويدي. دريسکيو ادارې وينا ده چې دا حمله په يو زيرتعمير عمارت شوې وه چرته چې ژوبل شوو کسانو کښې يو په هسپتال کښې دزخمونو تاب نۀ دے راوړے اؤ دنورو حالت نازک دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0