په تهران ائيرپورټ حمله کښې مو دايراني قدس فورس ١٦ طيارې تباه کړې، داسرائيلو دعوه

Mar 8, 2026 - 02:10
 0  4
په تهران ائيرپورټ حمله کښې مو دايراني قدس فورس ١٦ طيارې تباه کړې، داسرائيلو دعوه

 تل ابيب( ميډيا رپورټ)  اسرائيلو دعوه کړې ده چې په تهران ائيرپورټ حمله کښې ئې دايراني قدس فورس ١٦ طيارې تباه کړي دي،  داسرائيلو فضائيې دعوه کړې ده چې دايران دارالحکومت کښې تيره شپه  په شوو حملو کښې دپاسداران انقلاب دقدس فورس طيارې په نخښه کړے شويدي، دنړيوالې خبري ادارې درپورټ ترمخه داسرائيلي فوج ترجمان دعوه کړې ده چې په تهران کښې په مختلفو مقاماتو په وسيه پيمانه دحملو چپه چلول شوې ده چې پکښې مهراباد انټرنيشنل ائيرپورټ هم شامل ؤ. دۀ وئيلي دي چې  مهراباد ائيرپورټ قدس فورس  په مينځني ختيز کښې  خپلو اتحادي وسله والو ډلو ته دوسلې اؤ مالي مدد دمنتقل کولو دمرکز په توګه استعمالولو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي