دايران، غزه اؤ افغانستان په صورتحال ډيره خفه يم،دملالې په متحده قامونو کښې وينا
نيويارک( ميډيا رپورټ) سماجي کارکنې اؤ نوبيل انعام يافته ملالې يوسفزئي وئيلي دي چې دايران، غزه اؤ افغانستان په صورتحال ډيره خفه يم،دملالې په متحده قامونو کښې وينا په وخت ملالې يوسفزئي ووئيل چې زۀ دهاغو خاندانونو لپاره غمژنه يم چې په ايران کښې دخپلو لوڼو سکول ته دليږلو وروسته ئې هغوي واپس ترلاسه نۀ کړے شول. دهاغو والدينو لپاره هم چې په غزه کښې ئې خپل بچي دکلاس روم دملبې لاندې دفن کړل اؤ دهاغو افغان جينکو لپاره هم چې خواؤشا پينځوو کلونو راهسې دطالبانو په ظالمانه قبضه کښې پاتې شويدي. ملالې يوسفزئي ووئيل چې ډير ماشومان دجنګ اؤ تشدد دلاسه دسختو مصيبتونو سره مخ دي، زخمي کيږي اؤ دغيرجوابده مشرانو دلاسه وژل کيږي، ملالې يوسفزئي ووئيل چې تاسو به په دې هفته کښې انصاف پورې دلاسرسي په اړه ډير څه واورئ خو حقيقي انصاف داسې نۀ وي چې په يو ځائے کښې دماشومانو دانسانيت دفاع وکړي اؤ په بل ځائے کښې نظرانداز کړي. دې ووئيل چې انصاف په منتخب انداز کښې نافذيدل نۀ دي پکار.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0