لبنان کښې دوه اسرائيلي فوجيان هلاک شول، اسرائيلي فوج

Mar 9, 2026 - 01:54
 0  4
لبنان کښې دوه اسرائيلي فوجيان هلاک شول، اسرائيلي فوج

لبنان( ميډيا رپورټ)  دلبنان په جنوپي علاقه کښې ديوې کارروايۍ په دوران  دوه اسرائيلي فوجيان هلاک شويدي، دغيرملکي ميډيا ترمخه    وژل شوو اسرائيلي فوجيانو کښې  د٩١ ګليلي ريجنل ډويژن دجنګي انجنئيرنګ يونټ ٣٨ کلن سارجنټ مهير خطر شامل دے،اسرائيلي ميډيا وئيلي دي چې ددويم اهلکار پيژندګلو تراوسه نۀ ده په ډاګه کړے شوې. دخبري ادارې ترمخه   اسرائيلو دلبنان خلاف تيره هفته  دبمبارۍ پشمول زمکنۍ حملې شروع کړې وې اؤ دفوجي  نقصان اعتراف ئې کړے دے. داسرائيلي فوج ترمخه دا پېښه هاغه وخت وشوه کله چې  داسرائيلو ټينک په علاقه کښې نښتے ؤ چې  دريسکيو کولو لپاره ئې دوسله ولو فوجونو پشمول  بلډوزرې هم ليږل شوې وې. په رپورټ کښې وئيل شويدي چې داسرائيلو اؤ امريکې په ايران دحملو نه پس دلبنان په سرحد هم داسرائيلو حملې جاري دي، دحزب الله اؤ اسرائيلي فوج ترمينځ  تاؤتريخوالے روان دے اؤ دوه اړخيزه کارروايۍ جاري دي. په لبنان کښې داسرائيلو په فضائي حملو کښې په يوه هفته کښې دحزب الله  دجنګياليو پشمول د٢٠٠ؤ نه زيات اولسي وګړي شهيدان شويدي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي