ډيره غازي خان کښې دسي ټي ډي انټلي جنس اپريشن،څلور ترهه ګر ووژل شول

Mar 10, 2026 - 01:59
 0  3
ډيره غازي خان کښې دسي ټي ډي انټلي جنس اپريشن،څلور ترهه ګر ووژل شول

پېښور( وحدت خبر)  په ډيره غازي خان سيمه کښې  سي ټي ډي دانټلي جنس معلوماتو په بنياد اپريشن کړے دے چې پکښې دفتنه الخوارجو څلور ترهه ګر وژل شويدي، دذريعو وينا ده چې  دسي ټي ډي ټيم سره دډزو دتبادلې په دوران په ګڼ شمير کښې مشکوک کسان تښتيدلي هم دي. دسي ټي ډي دترجمان وينا ده چې  په جوتر کلي کښې  دفتنه الخوارجو دخواؤشا پينځلسو ترهه ګرو دموجودګۍ  په اطلاع ترلاسه کولو  اپريشن شوے دے. دچارواکو وينا ده  چې وژل شوو ترهه ګرو  په پوليسو اؤ سيکورټي ادارو دحملو منصوبه بندي کوله، کله چې دسي ټي ډي ټيم  دهغوي د دګرفتارولو لپاره ورسيدو نو ترهه ګرو په هغوي ډزې شروع کړې. دسي ټي ډي ټيم جوابي کارروائي  کړې اؤ دهغوي سره ئې  دسختو ډزو تبادله کړې ده، يوولس ترهه ګر تښتيدلي اؤ څلور وژل شويدي، دوژل شوو ترهه ګرو نه  ګوله بارودي اؤ چاؤديدونکي مواد ترلاسه شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي