نوښار، دخپلې خوښې دغوښې په نۀ ورکولو خريدار قصاب قتل کړو
نوښار( وحدت خبريال) دنوښار اضاخيل پايان کښې دخپلې خوښې دغوښې په نۀ ورکولو خريدار قصاب قتل کړے دے، مبېنه قاتل محمدے هوائي ډزې کړي اؤ تښتيدلے دے، دځوان قصاب ثاقب دمړينې خلاف اولس دوکانونه احتجاجاً بند کړيدي، دپوليسو لخوا دقاتل دګرفتارۍ په يقين دهانۍ مظاهرينو احتجاج ختم کړے دے. ميا راشد ميموريل هسپتال پبو کښې دپوسټ مارټم نه پس دشپې ناوخته دمقتول قصاب ثاقب مړے وارثانو ته سپارل شوے دے، دمقتول دزوې په مدعيت کښې دملزم خلاف په اضاخيل تاڼه کښې مقدمه درج کړے شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0