کۀ دانصاف مطابق فيصلې کيدے نو عمران خان به تراوسه رها شوے وے،بيرسټر ګوهر

Mar 10, 2026 - 17:27
 0  1
کۀ دانصاف مطابق فيصلې کيدے نو عمران خان به تراوسه رها شوے وے،بيرسټر ګوهر

اسلام اباد( وحدت خبر) دپاکستان تحريک انصاف چئيرمين بيرسټر ګوهر علي خان وئيلي دي چې حکومت زمونږ دمطالبو باوجود خپل پاليسي سټيټيمنټ نۀ دے ورکړےو دخېبرپښتونخوا خلق مخلص دي اؤ چرته هم کومه پناه ګاه نۀ ده موجوده، مونږ افغانستان ته وئيلي وو چې پراکسي دې نۀ جوړيږي، په ايران دحملو سخته غندنه کوو. اډياله روډ به په داهګل ناکه ميډيا سره خبرو کښې بيرسټر ګوهر ووئيل چې  مونږ ته دا پيغام راکړل شوے ؤ چې وزيراعظم کله اسمبلۍ ته راشينو ملاقات به وشي، رانا صاحب انجم صيب هم راغلل خو ملاقات ونۀ شو، کۀ ملاقاتونه وي او کۀ مذاکرات په دې کښې سنجيدګي ډيره ضروري ده. په مذاکراتو مو کوم شرطونه نۀ دي ايښي. دۀ ووئيل چې مونږ هميشه دتحفظاتو اظهار کړے خو په مئ کښې هم دپاکستان سره ودريدو، داسې کاميابۍ الله راکړې چې تاريخ پرې رقم شو، دۀ ووئيل کۀ چرې دپيټرولو په اړه اسټاک دحکومت سره وےنو داسې حالات به نۀ جوړيدے، تاسو بې شکه په زوم کار وکړئ  خو خپلې شاه خرچې بندې کړئ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي