خېبر کښې دمنشياتو دسمګلرانو په ډزو پوليس اهلکار شهيد،جنازه ئې ادا

Mar 8, 2026 - 01:51
 0  3
خېبر کښې دمنشياتو دسمګلرانو په ډزو پوليس اهلکار شهيد،جنازه ئې ادا

خېبر کښې دمنشياتو دسمګلرانو په ډزو پوليس اهلکار شهيد،جنازه ئې ادا

خيبر: د   علي مسجد تهاڼې  په لرې غريزه سيمه چوارہ کښې د  منشياتو اسمګلرانو د ډزو په نتيجه کښې شهيد شوي پوليس کانسټېبل حضرت حسين جنازه لمونځ د خيبر پوليس لاين شاکس کښې په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوې ده.

دهغه د جنازې په لمونځ کښې د پېښور سي سي پي او ډاکټر ميا  سعيد احمد، ډي پي او خيبر وقار احمد، ايس پي باړه سرکل، د پاک آرمي افسرانو، ډي ايس پي هيډکوارټر، سرکل افسرانو، د شهيد خپلوانو او د پوليس افسرانو او اهلکارو لوئې شمېر ګډون وکړو۔

په دې موقع د پوليس چاق و چوبند دستې شهيد ته سلامي وړاندې کړه، او اعليٰ پوليس افسرانو د شهيد په جنازه ګلونه کېښودل او د شهيد د لوړو درجو لپاره   خصوصي دعا وشوه۔

د پېښور سي سي پي او ډاکټر ميا سعيد احمد د شهيد کانسټېبل حضرت حسين د کورنۍ سره د زړه نه غمرازي څرګنده کړه او وې وئيل چې شهيد حضرت حسين يو نر، فرض شناس او بهادر پوليس اهلکار ؤ چې د  منشياتو د اسمګلرانو په ضد کارروايۍ کښې ئې د مېړانې اعلى مثال وړاندې کړو او خپل   ژوند  ئې قربان کړو۔

 ميا سعيد ووئيل چې  د هغۀ دا لويه قرباني د خيبر پوليس لپاره د فخر باعث ده۔

 هغۀ زياته کړه چې د شهيد قرباني به هرګز ضائع نه شي، اودهغه په شهادت کښې  ککړ دمنشياتو اسمګلران به زر د قانون  ګرفت ته راوستل شي او د خپل  عمل  سزا به ورته ورکړے شي، دۀ ووئيل چې  خيبر پوليس به د شهيد د کورنۍ سره په  دې  سخته ګړۍ کښې ولاړ وي او هر ممکنه مرسته به ورسره کوي۔

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي