باجوړ کښې دپوليسو په پوسټ دترهه ګرو حمله، اے ايس ائي دولت خان شهيد

Mar 5, 2026 - 01:47
 0  3
باجوړ کښې  دپوليسو په پوسټ دترهه ګرو حمله، اے ايس ائي دولت خان شهيد

خار( وحدت خبر) باجوړ کښې  دپوليسو په  بدان پوسټ دترهه ګرو حمله کښې  اے ايس ائي دولت خان شهيد شوے دے،  دباجوړ پوليسو دبيان ترمخه  دفتنه الخوارجو ترهه ګرو په ډيوټۍ مامور اے ايس ائي دولت خان  دسنائپر دلارې په نخښه کړے دے چې له امله ئې هغه سخت ژوبل شوے اؤ وروسته ئې  دزخمونو تاب نۀ راوړو په وجه ساه ورکړې ده،  دشهيد اے ايس ائي دولت خان دجنازې لمونځ دباجوړ پوليس لائن کښې ادا کړے شوې ده چې پکښې  داعلى پوليس افسرانو اؤ دشهيد عزيزانو ګډون کړے دے. جنازه کښې دملاکنډ دار پي او  پشمول محمد وقاص ګومن کمانډنټ باجوړ سکاوټس، شاهد خان، ډپټي کمشنر باجوړ، محمد خالد دسټرکټ پوليس افسر باجوړ، علاقائي مشرانو اؤ دسول سوسائټۍ  کسانو په جنازه کښې په ګڼ شمير کښې ګډون وکړو، وروسته  دشهيد مړے دپوليس سپيشل سکواډ سره دهغه پلرنۍ علاقې غاښي  ماموند ته روانه کړے شوې ده اؤ په سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارل شوے دے. ار پي او ملاکنډ وئيلي دي چې دپوليس شهيدانو وينه به بې ځايه نۀ شي، دهشت ګرد عناصر به په هر صورت کښې خپل انجام ته رسولے شي. 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي