پېښور کښې دبينک لوټلو کوشش ناکام،دډاکوانو په ډزو درې اهلکار ژوبل

Mar 7, 2026 - 00:45
 0  11
پېښور کښې دبينک لوټلو کوشش ناکام،دډاکوانو په ډزو درې اهلکار ژوبل

پېښور( وحدت خبر) د پېښور ورسک روډ پيربالا چوک کښې په يو شخصي بينک  کښې د ډاکې کوشش ناکام کړے شو۔ د پوليسو  وينا ده  وسله وال ډاکوان د ډاکې په نيت بينک ته داخل شول او د بينک عمله ئې يرغمال کړه۔ کله چې د پېښې  اطلاع پوليسو ته ورسېده او پوليس موقعې ته راورسېدل، نو  ملزمانو په هغوي  ډزې شروع کړې۔ د ډزو په نتيجه کښې ايډيشنل ايس ايچ او بهار علي،  کانسټيبل سليم خان او روح الامين ژوبل شول۔ ژوبل اهلکار سمدستي هسپتال ته منتقل کړے شوي دي۔ د پوليسو درنه نفري هم موقعې ته رسېدلې ده، دپېښې سي سي ټي وي فوټيج هم  په سوشل ميډيا وائرل شوي دي چې پکښې  دپېښور پوليس دايس ايچ او بهار علي جرائتمندانه کارروائي ښکاريږي، پوليسو په ژوبل حالت کښې  ډاکوانو سره سخته مقابله کړې ده، په فوټيج کښې ښکاريږي چې  مشکوکو وسله والو مخونه په نقابونو پټ کړيدي اؤ هغوي په پوليسو ډزې کوي،  دپېښور پوليسو وينا ده چې دپوليس اهلکارو  په بهادرۍ سره دمقابلې کولو په وجه ملزمان درقم په وړلو کښې ناکامه شويدي، موټرسائيکل اؤ وسله ئې پريښې اؤ تښتيدلي دي.

 پلخوا دپېښور په ورسک روډ دبينک لوټ کولو دناکامه کوشش نه پس   دپېښور سي سي پي او ډاکټر ميا سعيد  دليډي ريډنګ هسپتال دوره کړې ده چرته چې هغه دژوبل شوو پوليس اهلکارو  پوښتنه کړې اؤ دهغوي دبهادرۍ، حوصلې اؤ فرض شناسۍ ستائينه ئې کړې ده.  سي سي پي وروسته دپېښې دځائے دوره کړې ده اؤ ددستياب شواهدو تفصيلي جائزه ئې اخستې ده. په دې موقعه ايس ايس پي اپريشنز، ايس ايس پي انويسټي ګيشن اؤ نور پوليس افسران هم دهغه سره موجود وو. سي سي پي او پېښور په پېښه کښې دککړو ملزمانو زر تر زره دګرفتارولو لپاره  دټولو وسائيلو په کار دراوستلو هدايت کړے اؤ وئيلي ئې دي چې دپېښور پوليس داولسي وګړو دځان ومال دتحفظ لپاره هر ممکن اقدامات جاري ساتلي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي