متحده عرب اماراتو کښې فوجي هيلي کاپټر تباه، دوه اهلکار شهيدان

Mar 10, 2026 - 01:51
 0  3
متحده عرب اماراتو کښې فوجي هيلي کاپټر تباه، دوه اهلکار شهيدان

ابو ظهبۍ( ميډيا رپورټ) متحده عرب اماراتو کښې فوجي هيلي کاپټر تباه شوے دے چې په نتيجه کښې ئې  دوه اهلکار شهيدان شويدي. دعرب ميډيا ترمخه  دمتحده عرب اماراتو ددفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان کښې وئيل شويدي چې دا حادثه دګل په ورځ شوې ده، داماراتو ددفاع وزارت په بيان کښې وئيل شويدي چې  دحادثې ښکار شوي هيلي کاپټر  په دغه وخت کښې  دقومي ذمه وارۍ دادائيګۍ لپاره پرواز کولو، په بيان کښې وئيل شويدي چې دحادثې په نتيجه کښې دمتحده عرب اماراتو دوسله والو فوجونو دوه اهلکار شهيدان شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي