کابل کښې دافغان زنانه ؤ دتنظيمونو دـطالبانو درجيم خلاف احتجاج
کابل( ميډيا رپورټ) په افغانستان کښې دطالبانو زيرقبضه انساني حقونو اؤ خصوصاً دزنانه ؤ دحقونو دسنګينو خلاف ورزيو اؤ سيوا شوي جبر خلاف دافغان زنانه ؤ تنظيمونو تاريخي احتجاج کړے دے چې په دې دوران دطالبانو درجيم دزنانه ؤ مخالفه پاليسۍ تر سخت تنقيد لاندې راوستل شويد، په کابل کښې دافغان ويمنز فريډم لينټرن موومنټ اؤ افغان ويمنز کرائي موومنټ لخوا دطالبانو درجيم دانتها پسندانه پاليسيو خلاف سخت احتجاج شوے دے، په مظاهره کښې زنانه ؤ دډوډۍ، کار، ازادۍ اؤ زمونږ دشمن طالبان پشان نعرې پورته کړيدي. دافغان ويمنز فريډم لينټرن موومنټ رکن زنانه ؤ ترمخه دافغان طالبانو درجيم دانتها پسندانه پاليسيو په وجه دزنانه ؤ دحقونو بحران لا ژور اؤ منظم شکل اختيار کړے دے، دتنظيم وينا ده چې دطالبانو درجيم جابرانه پابنديو دزنانه ؤ نه دتعليم، روزګار اؤ احتجاج بنيادي حقونه تروړلي دي چې په دې وجه دلکونو په شمير کښې دزنانه ؤ ژوند ته خطرې پېښې دي. دافغان ويمنز کرائي موومنټ دبيان ترمخه دطالبانو په حکومت کښې زنانه په منظم انداز کښې دسياسي، سماجي اؤ اقتصادي ژوند نه خارج کړے شويدي اؤ هغوي دبدترين صنفي امتيازي سلوک ښکار دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0