ايا شهبازشريف لپاره ټرمپ اوس هم دنوبيل انعام دنامزدګۍ مستحق دے؟ايمل ولي
پېښور( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دي چې په ابتداء کښې پاکستان تحريک انصاف اعلان کړے ؤ چې که چرې ټرمپ صيب په اقتدار کښې راغلے نوهم دا شخص به ددوي لپاره نجات ورکوونکے ثابت شي خو کله چې دې شخص ددوي نه مخ واړولو نوهم دغه کردار ددوي لپاره دناکامۍ علامت جوړ شو، اوس دمسلم ليګ (ن) په حلقو کښې هغه مسيحا جوړولے اؤ پيش کولے شي، دسماجي رابطو په ويب سائټ ايکس پخپل پيغام کښې داے اين پي مرکزي صدر ايمل ولي خان وئيلي دي چې زۀ صرف دا پوښتنه کول غواړم چې ايا دشهبازشريف اؤ مسلم ليګ(ن) لپاره هغه اوسهم دنوبيل انعام لپاره دنامزدګۍ مستحق دے که نه؟ هسې هم هغه دفيلډ مارشل خطاب ډير خوښوي خو سوال دا دے چې ايا دا مينه يو اړخيزه ده که دوه اړخيزه؟ هغه وئيلي دي چې کومه منظرنامه چې مخې ته راځي هغه دا ده چې يو جنوني ذهن ټوله دنيا دتباهۍ اړخ ته ورديکه کوي، ايا په دې دنيا کښې اوس عقل اؤ شعور باقي پاتې دے، ايا عالمي اقدار، اصول اؤ قوانين اوس څه حيثيت لري؟ هاغه عالمي ادارې چرته لاړې چې دامن اؤ انصاف دضامن کيدو دعوه کوي؟
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0