لنډی کوتل،پاک افغان جنګ کښې دايف سي اهلکار شهيد،سرچينه
لنډي کوتل( مينه وال شينواري) دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دروان جنګ په دوران دافغان طالبانو په ډزو دايف سي ځوان شهيد شوے دے، دسيکورټي ذريعو وينا ده چې دافغانستان داړخ نه لنډي کوتل کښې په ايوب پوسټ ډزې شويدي، ذريعو وئيلي دي چې دافغان طالبانو په ډزو دايف سي ځوان لانس نائيک افتاب پحق رسيدلے دے. دپاکستان داړخ نه هم په سرحدي علاقو کښې دافغان طالبانو پوسټونه اؤ عسکري تنصيبات په نخښه کولے شي اؤ ورته درنه مرګ ژوبله اړول کيږي، دپاکستاني چارواکو وينا ده چې دافغان طالبانو اؤ فتنه الخوارجو خلاف به روان اپريشن غضب للحق تر هاغه وخته جاري وي ترڅو چې خپل مقاصد نۀ وي ترلاسه کړے شوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
1
Wow
0