باجوړ کښې دکوټې راپريوتو له امله زنانه پحق ورسيده
خار( وحدت خبر) په باجوړ کښې دکوټې راپريوتو له امله زنانه پحق رسيدلې ده، پېښه کښې يوسړے اؤ درې ماشومان ژوبل شوي هم دي دچارواکو وينا ده چې دا پېښه تيره شپه دتحصيل برنګ لرې پرتې علاقې تنګي په ګدامار سيمه کښې شوې ده، ژوبل شوے يو تن کيټيګري ډي هسپتال ته منتقل کړے شوے چرته چې دهغه دحالت په بهتر کيدو هغه ډسچارج کړے شوے دے، همدغه شان ددريواړو ماشومانو حالت دخطرې نه بهر کيدو په وجه هغيو هسپتال ته نۀ دي منتقل کړے شوي.بل لوري ته نائب تحصيلدار برنګ دمقامي مشرانو سره يوځائے دماثره سيمې دوره کړې،دزخميانو پوښتنه ئې کړېاؤ متاثره کسانو ته ئې فوري ريليف سامان ورکړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0