لکي مروت کښې دترهه ګرو خلاف اپريشن، څلور ترهه ګر ووژل شول
لکي مروت( وحدت خبر) لکي مروت کښې دترهه ګرو خلاف اپريشن شوے دے چې پکښې څلور ترهه ګر وژل شوي دي، دلکي مروت پوليسو ترمخه دتختي خيل علاقې شيخ نيازي کورونه کښې دفتنه الخوارجو دترهه ګرو دموجودګۍ په اطلاع پوليسو، امن کميټۍ اؤ دسيمې خلقو مشترکه اپريشن وکړو چې پکښې څلور ترهه ګر ووژل شول او په ګڼ شمير کښې ترهه ګر ژوبل شول،
دپوليسو دبيان ترمخه پاتې ترهه ګرو خپلې موټرسائيکلې اؤ نور سامان پريښے اؤ تښتيدلي دي، پوليسو وئيلي دي چې دلکي مروت دډي پي او نذير خان په قيادت کښې په ياده سيمه کښې دايس پي انويسټي ګيشن مراد خان، ډي ايس پي نورنګ سعيد خان، ايس ايچ او نورنګ عصمت الله نيازي پشمول دلکي مروت پوليسو، دتختي خيل امن کميټۍ، سي ټي ډي، البرق فورس، ايليټ فورس، اے پي سيز اؤ په ګڼ شمير کښې دپوليس نفري موقعې ته رسيدلې اؤ علاقه ئې په ګيره کښې اخستې ده.
دپوليسو اؤ تختي خيل امن کميټۍ درضا کارو دترهه ګرو سره تر څو ګينټو دډزو سخته تبادله شوې ده چې پکښې دوړو اؤ لويو وسلو استعمال شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0