دخېبر نه پس مران کښې دترهه ګرو دسرعام ګشت اطلاعات تشويشناک دي، ايمل ولي

Mar 13, 2026 - 15:36
 0  3
دخېبر نه پس مران کښې دترهه ګرو دسرعام ګشت اطلاعات تشويشناک دي، ايمل ولي

پېښور( پ ر) دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دي چې ضلع خېبر نه پس دمردان علاقې رستم کښې دترهه ګرو دسرعام  ګشت اطلاعات انتهائي تشويشناک دي، دا صورتحال نۀ صرف صوبه کښې دامن وامان  دخرابيدونکي  حالت عکاسي کوي بلکې دحکومت اؤ رياستي ادارو په کارکردګۍ هم يو لوئې سواليه نشان دے، دترهه ګرو دورځې په رڼا کښې په سړکونو اؤ شاهراه ګانو ګشت کول اؤ داولسي وګړو نه تپوس پوښتنې  درياستي نظام اؤ پاليسيو  پرانستې ناکامي ده، ايمل ولي خان وئيلي دي چې  دپولې پورې غاړه دترهه ګرو دځالو تباه کولو دعوې خو کولے شي خو په پښتونخوا کښې  هم ددې عناصرو په موجودګۍ اؤ نقل وحرکت خاموشي ولې اختيارولے شي؟  دۀ وئيلي دي چې دهرې پېښې نه پس ټوله ذمه واري په ګاونډي ملک اچول په اصل کښې  دخپلو ذمه واريو نه دتيښتې لار اختيارول دي، کۀ چرې رياست نۀ غواړي نو دانګورو يوه دانه هم دپولې پورې غاړې نه  نۀ شي راتللے نو بيا دا ترهه ګر په کومه لاره دلته رارسيږي؟ داے اين پي مرکزي صدر ايمل ولي خان وئيلي په خېبرپښتونخوا کښې دموجوده امن وامان دصورتحال بنيادي ذمه واري دصوبائي حکومت ده، عوامي نيشنل پارټي دوړومبۍ ورځې دا موقف لري چې  دترهه ګرو  دوباره ابادکاري اؤ ددوي سره شوې خفيه معاهدې به ددې صوبې دامن لپاره سنګينه خطره ثابتيږي، دبدقسمتۍ نه نن حالاتو ثابت کړه چې عمران خان، باجوه، فيض اؤ عارف علوي په ساز باز سره په دې معامله کښې انتهائي مکروه کردار ادا کړے دے. په دې صورتحال کښې دبدقسمتۍ نه خېبرپښتونخوا بې يارومددګار پريښودل شوې، وفاقي حکومت هم ځان دصوبې دموجوده حالاتو  دذمه وارۍ نه نۀ شي خلاصولے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي