خېبرپښتونخوا کښې ټريفک پوليس اهلکار دخپلې ميرمنې دلاسه قتل
دخېبرپښتونخوا دمردان علاقې ميا خان کښې دموټروے پوليس اهلکار دخپلې ميرمنې دلاسه دکورنۍ جګړې په دوران په ډزو سره وژل شوے دے.
دمردان پوليس ترجمان فهيم خان دپېښې تصديق کړے دے اؤ وئيلي ئې دي چې مبېنه قاتله نيول شوې ده.
دپوليسترجمان وينا ده چې بيزئي تاڼه کښې دشکايت کوونکي سليم خان په مدعيت کښې دپېښې مقدمه درج کړے شوې ده اؤ نور تفتيش روان دے.
دايف ائي ار ترمخه دمقتول پوليس اهلکار مشر ورور سليم خان وئيل دهغه ورور زبير خان پخپله کوټه کښې اودۀ ؤ چې ناڅاپي په کور کښې دډزو غږ واوريدل شو.
دايف ائي ار ترمخه کله چې هغه او ميرمنه ئې دننه لاړل نو هغوي وليدل چې دزبيرخان دميرمنې په لاس کښې تمانچه وه اؤ زبير خان په وينو کښې لت پت پروت ؤ
هغه په فوري توګه دکاټلنګ هسپتال ته يوړے شو خو دزخمونو تاب ئې رانۀ وړو اؤ ساه ئې ورکړه. دشکايت کوونکي ترمخه دښځې اؤ خاوند ترمينځ دوادۀ کولو نه پس کورنۍ جګړې روانې وې.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0