کاټلنګ،خاوند خپله ميرمن قتل کړې او بيا دهغې نه لاس غوڅې کړے

Jul 22, 2025 - 13:29
Jul 22, 2025 - 15:52
 0  15
کاټلنګ،خاوند خپله ميرمن قتل کړې او بيا دهغې   نه لاس غوڅې کړے

دکاټلنګ دجبر تاڼې حدودو کښې خاوند  خپله ميرمنه  دکم عمره بچو مخې ته قتل کړې اؤ بيا ئې دهغې  نه ئې لاس پرې کړے دے. دزنانه وارثانو  لاش په کاټلنګ مردان روډ ايښودے اؤ سخت احتجاج ئې کړےدے، پېښه کښې يوه سهولت کاره زنانه نيول شوې ده.

شاه جهان عرف شاه جي دفريداباد ساولډهير اوسيدونکي  په کورنۍ شخړه دشپې  پخپله ميرمنه په چاړې سره وارونه کړي  اؤ وروسته ئې هغه په ډزو سره قتل کړې ده. قاتل ددوه کم عمره بچو مخې ته دخپلې ميرمنې  نه لاس پرې کړے، دهغې لاش وروسته دپوسټ مارټم لپاره کاټلنګ ټائپ ډي هسپتال ته منتقل کړے شوے دے.

 داحتجاج په دوران دمقتولې پلار وئيلي دي چې په ابتداء کښې پوليسو دهغه دلور دقتل   مقدمه نۀ درج کوله اؤ ورته ئې وئيل چې هغه دې چوکۍ ته لاړ شي.

 هغه ووئيل چې قاتل  دهغه لور بې حجابه کړې ده، په چاړو ئې وهلې ده، بيا ئې ترې لاس کټ کړے اؤ بيا پرې ډزې کړيدي.

 دمقتولې  پلار ګل نواس ولد اميرداد شاه دګلبهار اوسيدونکي  دخپلې لور دقتل دعويداري په زوم شاه جهان عرف شاه او سهولت کارې زنانه په جبر تاڼه کښې کړې اؤ مقدمه ئې درج کړې ده، پوليسو په وخت کارروائي کړې اؤ سهولت کاره زنانه ئې نيولې ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي