دره ادم خيل، دپوليسو په چوکۍ دترهه ګرو حمله، يو اهلکار شهيد

Oct 7, 2025 - 15:23
 0  1
دره ادم خيل، دپوليسو په چوکۍ دترهه ګرو حمله، يو اهلکار شهيد

دکوهاټ  په دره ادم خيل تحصيل کښې  دپوليسو په چوکۍ  ترهه ګرو حمله کړې ده چې له امله ئې  يو پوليس اهلکار شهيد شوے اؤ دايف سي يو اهلکار ژوبل شوے دے،   دسرچينووينا ده چې تيره ورځ په تور چهپر علاقه کښې ترهه ګرو په چيک پوسټ حمله کړې ده چې له امله ئې يو پوليس اهلکار  حضرت عمر په ګولۍ دلګيدو په وجه په موقعه شهيد شوے دے اؤ دايف سي  حوالدار بهادر خان ژوبل شوے اؤ هسپتال ته وړل شوے دے، دپوليسو په جوابي کارروايۍ ترهه ګر تښتيدلي دي.

بلخوا

دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور  دپوليسو په چيک پوسټ دترهه ګرو دحملې غندنه کړې ده، پخپل يو بيان کښې وزيراعلى وئيلي دي چې دشهيد اهلکار کورنۍ به يوازې نۀ پريښودل کيږي، وزيراعلى  پوليس چارواکو ته په حمله کښې دککړو ترهه ګرو  ګرفتارۍ لپاره  داقداماتو هدايت کړے دے، وزيراعلى په دپوليس اهلکار په شهادت دافسوس اظهار کړے اؤ دشهيد درجو لوړوالي اؤ دپسماندګانو لپاره ئې دصبر جميل دعا کړې ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي