غزه کښې داسرائيلو حملې، نور 72 فلسطـينيان شهيدان
د غزې د سول ډيفنس ادارې وينا ده چې د اسراييلي پوځ له خوا پرلهپسې بمبارۍ کښې لږ تر لږه 72 فلسطينيان شهيدان شوي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. يوازې د غزه ښار کښې د اسراييلي بمبارۍ له امله 42کسان وژل شوي دي. اسراييلي پوځ هڅه کوي چې د غزې تر ټولو لوي ښاري مرکز ونيسي. نږدې روغتونونو خبر ورکړے چې د تېرو دوو کلونو راهيسې د روانو اسراييلي بريدونو له امله **تر اوسه لږ تر لږه 65549 فلسطينيان شهيدان شوي، او **يو لک اووۀ شپيتۀ زره* نه زيات ژوبل شوي دي. همداراز، **ميليونونه خلک بېکوره** شوي دي. په نصيرات کمپ کښې د يوه استوګنيز ودانۍ په نښه کولو سره ګڼ کسان وژل شوي دي. د پېښې په ځائے کښې د کورونو ملبه، ورانې شوې ودانۍ ښکاري،. ژوندي پاتې شوي خلق د ملبې نه دخپلو سامانونو را ويستلو هڅې کوي. د الشاطي مهاجر کمپ باندې د شپې ناوخته بريد وشو، چې پکښې د بکر کورنۍ اووه غړي شهيدان شول، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو. عيني شاهدان وايي، چې کورنۍ ويده وه، ناڅاپه يو توغندي راغي او کور ئې په نښه کړو. د غزې تر ټولو لوي روغتون الشفا تأييد کړې چې د بريد وروسته ګڼ جسدونه روغتون ته راوړل شول. يوې ښځې، **سلميٰ بکر ، وويل: "مونږ خوب نه شو کولے، بمبارۍ هر وخت روانې دي. چيرته لاړ شو، چيرته ځان وساتو؟" فلسطيني اولس وايي چې دوي هر وخت د بمبارۍ، بېکورۍ، او وېرې لاندې ژوند کوي، او د ځان خوندي کولو لپاره هېڅ ځائے نه لري.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0