باجوړ کښې د زړې ګولې چاؤدنه،٤ مړۀ
دباجوړ تحصيل ماموند کښې په پټو کښې دپرتې پخوانې ګولې چاؤديدو په وجه څلور ځوانان پحق رسيدلي اؤ دوه ژوبل شويدي، دپوليس ذريعو وينا ده چې تحصيل ماموند کښې په پټو کښې پخوانۍ ګوله پرته وه، په دې دوران څو ځوانان هلته ورسيدل اؤ دګولې سره ئې لوبې شروع کړې چې په دې دوران چاؤدنه وشوه. ډي ايس پي نياز خان وئيلي ژوبل اؤ لاشونه دخار هسپتال ته وړل شويدي. مړو شوو کښې اتلس کلن سجاد ولد مجيد ، ديارلس کلن نوشاد ولد سيد رحمان، اتلس کلن فواد ولد دلبر اؤ پينځلس کلن جواد ولد يوسف شامل دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0