کوهاټ: خوشحال ګړ سيند کې د يو تن جسد له يوې مياشتې ځنډ وروسته موندل شوی

کوهاټ ( نعمت الله خان )
په کوهاټ کې د يو تن جسد له يوې مياشت ځنډ وروسته په سيند کې وموندل شو.
د کوهاټ رېسکيو پوليسو وياند جواد اپرېدي ميډيا ته په لېږل شوي بيان کې ويلي، د دغه روان کال د تېرې مۍ مياشتې پر ۲۸مه نېټه د يوې کېښتۍ اوښتو په پېښې بې درکه شوي حبيب نومې تن مړی له يوې مياشې ځنډ پس په سیند کې موندل شوی دی.
وياند زیاتوي، چې د رېسکيو لخوا دغه جسد په سيند کې د (درابو کڅ) نومې سيمه کې په اوبو کې وموندل شو چې د پلټنې وروسته معلومه شوه چې دغه جسد د حبيب نومې تن دی کوم چې د يوه بل ملګري شاه زیب سره يو ځای د کېښتۍ چپه کېدو په پېښه کې ډوب شوی و.
دغه ډوب شوی تن د اورکزو ضلعې اوسېدونکی و.
What's Your Reaction?






