باجوړ کښې په چيک پوسټ دترهه ګرو حمله،څلور اهلکار شهيد

Jun 22, 2025 - 06:43
 0  4
باجوړ کښې په چيک پوسټ دترهه ګرو حمله،څلور اهلکار شهيد

 دخېبرپښتونخوا په قبائيلي ضلع باجوړ کښې  په چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې ده چې پکښې څلور پوليس اهلکار شهيدان اؤ اووۀ نور ژوبل شويدي، ژوبل شوي اهلکار دعلاج لپاره هسپتال ته وړل شويدي

دامنيتي سرچينو وينا ده چې  دباجوړ په ماموند سيمه کښې  دامنيتي ځواکونو په چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې ده چې پکښې د صوبيدار ګل مرجان افريدي اؤ لانس نائيک نيک غفار پشمول څلور اهلکار شهيدان شويدي، همدغه شان په ژوبل شوو اهلکارو کښې  سپاهي سعد کليم مروت، رضوان، ملک شاه اويس، شاهدالله، ذيشان او ذهران شامل دي.

 دامنيتي سرچينو وينا ده چې دژوبل شوو اهلکارو حالت تشويشناک دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي