دتيلو بيعو کښې زياتوالے به دګرانۍ نوے طوفان راولي، ايمل ولي
پښور (پ ر) د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر ایمل ولی خان وئيلي دي چې د پټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې وروستے زياتوالے شرمناک او د خلقو ضد کارروائي ده۔ حکومت نړيوال حالات او قيمتونه د جواز په توګه وړاندې کوي او پۀ خلقو ظلم کوي۔ هغه ووئيل چې د تيلو نړيوال بحران خپله يو حقيقت دے، خو په پاکستان کښې چې بې رحمۍ او غير معمولي انداز کښې قيمتونه لوړ کړل شول، دا يوازې د نااهلۍ نتيجه نه ده بلکې د ارادي پاليسۍ نتيجه ښکاري۔ اوسني قيمتونه د عالمي منډۍ عکاسي نه کوي بلکې د ټيکسونو، ليوي او حکومتي اقتصادي پاليسيو نيغ په نيغه نتيجه ده۔ ایمل ولی خان وويل چې يو طرف د کفایت شعاري ناټک کيږي، خو بل طرف ئې ټول بار پۀ خلقو اچول شوے دے۔ د خلقو نه قربانۍ غوښتل کيږي، خو اشرافيې شاهانه لګښتونه جاري ساتلي، چې د حکومتي دعوو نفی کوي۔ هغه زياته کړه چې په پټروليم ليوي کښې وروستۍ درنه اضافه دا واضح ثبوت دے چې حکومت د خلقو د راحت ورکولو پۀ ځائے د هغوی نه نورو وسائيلو نچوړولو کښې مصروف دے. ۔ په داسې وخت کښې چې ټوله نړۍ خپلو خلقو ته ملاتړ ورکوي، پاکستان کښې حکومت برعکس پۀ خلقو نور بار اچوي۔ ایمل ولی خان خبردارۍ ورکړے چې په قيمتونو کښې ناڅاپه داسې زياتوالے د غريب او متوسط طبقو لپاره د منلو وړ نه دے۔ د دې اغېزې يوازې ټرانسپورټ او صنعت پوري محدودې نه دي، بلکې د خوراکي توکو، کرنې او ورځني ژوند هره برخه به پخپله غيږه کښې واخلي۔ د ګرانۍ يو نوے طوفان به رامنځته شي، چې بار ئې عام خلق نه شي برداشت کولے۔ هغه غوښتنه وکړه چې حکومت بايد فوری د پټروليم ليوي کښې کموالے وکړي او قيمتونه بيرته واخلي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0