باجوړ کښې دکور دچت راپريوتو له امله دوه ماشومانې او دوه زنانه مړې
پېښور: د قبائيلي ضلعې باجوړ د ماندل سيمې په ډاګ لم شاه كښې د كور دچت لوئېدو له امله دوه ماشومانې او دوه مېرمنې پحق رسېدلي او يوه مېرمن ژوبل شوې ده
د رېسكيو 1122 باجوړ ترمخه دراپريوتي چت د ملبې نه پنځه كسان راويستل شوي پكښې دوه ماشومانې او دوه مېرمنې مړي شامل دي او ددې نه علاوه او يوه مېرمن ژوبل شوې۔
زخميان دريسکيو ايمبولينس کښې په ابتدائي توګه سي پي ار فراهم کولو سره تشويشناک حالت کښې ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال خار ته منتقل کړے شوي وو چې چرته چې ډاکټرانو ددوه زنانه ؤ اؤ دوه ماشومانو جينکو دمړينې تصديق کړے دے.
دريسکيو١١٢٢ ترمخه زخميانو کښې درسول خان ميرمنه، اؤ ژوبل شوو کښې دعبدالله ميرمنه، درحمت الله ميرمنه، درسول خان لور اؤ دعزيز نومې تن لور پحق رسيدلې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0