بنو، دشهيد کانسټيبل صدام حسين دجنازې لمونځ پوليس لائنز کښې ادا
بنو( وحدت خبر) دشهيد کانسټيبل صدام حسين دجنازې لمونځ په پوليس لائنز بنو کښې په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوې دے، تيره شپه دټاؤن شپن تاڼې، احمدزئي تاڼې پوليس اؤ مقامي امن کميټۍ ترڅنګ په علاقه کښې دمعمول مطابق دګشت په دوران دفتنه الخوارجو ترهه ګرو ناڅاپي ډزې شروع کړې چې تقريباً پينځلس منټو پورې جاري وې، دسختو ډزو په تبادله کښې پوليس ځوانانو دغيرمعمولي جرائت مندۍ، بهادرۍ اؤ پيشه وارانه مهارت مظاهره اؤ سخته مقابله وکړه خو په دې دوران کانسټيبل صدام حسين دفرض ادائيګۍ په دوران په بهادرۍ سره دجنګيدو په دوران دشهادت جام نوش کړو، دهغه دجنازې په لمونځ کښې ډي ائي جي بنو ريجن سجاد خان، ډي پي او بنو ياسر افريدي، دپاک فوج ډپټي کمانډر طالعت عثمان، اے يسي هيډکواټر الله نواز خان، ايس پي ټريفک احسان الدين خان، ايس پي سيکورټي علي خان، ايس پي سټي توحيد خان، ايس پي سي ټي ډي فضل واحدت، دمختلف سرکلز ايس ډي پي اوز اؤ نورو اعلي پوليس افسرانو، دپوليس ځوانانو اؤ دشهيد عزيزانو په ګڼ شمير کښې شرکت وکړو، په دې موقعه شهيد ته سلامي پيش کړے شوې اؤ په تابوت ئې دګلونو څادر غوړول شوے دے. دهغه دمغفرت لپاره هم دعا شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0