داين ايف سي لاندې وعده شوې پېسې تر دې مهاله جاري نۀ کړے شوې، وزيراعلى

Dec 19, 2025 - 22:05
 0  3
داين ايف سي لاندې وعده شوې پېسې تر دې مهاله جاري نۀ کړے شوې، وزيراعلى

  پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي  وئيلي دي چې داين ايف سي لاندې وعده شوے فنډ مالي کال ٢٠٢٥-٢٦م تر دې مهاله نۀ دے ريليز کړے شوے، دصوبائي کابينې اجلاس ته په وينا کښې وزيراعلى ووئيل چې  دوفاقي حکومت له لوري دفنډز عدم فراهمۍ په وجه په قبائيلي ضلعو کښې ترقياتي کارونه متاثره کيږي، صوبائي حکومت دمحدودو وسائيلو باوجود هم دقبائيلي ضلعو عوامو ته دريليف ورکولو کوشش کوي، وزيراعلى ووئيل چې  وفاقي اؤ دپنجاب حکومتونه دعمران خان، دهغه دميرمنې اؤ خويندو سره مسلسل غيرانساني اؤ غير جمهوري سلوک کوي، وزيراعلي ووئيل چې دنهې په ورځ په واټر کينن کښې دزهرژنو موادو  استعمال سره دکارکنانو اؤ قيادت طبيعت خراب شوے دے،  په پرامنهخ  سياسي کارکنانو اؤ پارليمنټيرينز  تشدد دجمهوري روايتونو  په ضد دےو صوبائي حکومت دنهې  په ورځ  دشوي غيرانساني اؤ غيرائيني اقدام سخته غندنه کوي، سهيل افريدي ووئيل چې وفاقي اؤ دپنجاب حکومت ته دسياسي انتقام پځائے معيشت ته پام ګرځول پکار دي،  دجي ډي پي ګروتهـ، زرعي پيداوار اؤ دصنعتي ترقۍ اشارې ورځ په ورځ لاندې روانې دي،   وفاقي حکومت  دعوامي ښيګړې پځائے صرف عمران خان اؤ پي ټي ائي په نخښه کوي، وزيران دې هر پينځلسو ورځسو کښې دخپلو سپارل شوو ضلعو فيلډ وزټس يقيني کړي، فيلډ وزټس سره   دعوامو اعتماد بحال اؤ موثره چيک اينډ بيلنس قائميږي.  د صوبائي حکومت دګډ ګورننس په روډ ميپ به دکابينې ائنده اجلاس کښې بريفنګ اخستل کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي