هنګو کښې اپريشن، 9 ترهه ګر ووژل شول
په هنګو کښې داپريشن په دوران 9 ترهه ګر وژل شوي اؤ دډي پي او پشمول دوه پوليس افسر ژوبل شوي دي چې دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شويدي.
په هنګو کښې پوليسو اؤ سيکورټي فورسز دترهه ګرو خلاف اپريشن کړے دے، دذريعو وينا ده په شنه وړۍ زرګري سيمه کښې دهشتګردو سره دډزو تبادله شوې ده چې پکښې ضلعي پوليس افسر خالد خان اؤ ايس ايچ او دوابه ژوبل شويدي، ډي پي او درې ډزه لګيدلے دے.
دپوليس رپورټ ترمخه ډي پي او محمد خالد ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته منتقل کړے شوے دے، دهنګو ډي پي او محمد خالد عزم څرګند کړے چې دهشت ګرد به هر صورت کښې ختموو.
دهنګو علاقې زرګري شنه وړۍ کښې ددهشت ګردو دموجودګۍ په خفيه اطلاع پوليسو اؤ نورو قانون نافذونکو ادارو مشترکه کارروائي کړې ده چې پکښې نهه دهشت ګرد وژل شويدي، دډزو په تبادله کښې ډسټرکټ پوليس افسر خالد خان، ددوابه ايس ايچ او اؤ دسيکورټي فورسز يو اهلکار ژوبل شويدي.
ډي پي او خالد خان کوهاټ ته منتقل کړے شوے چرته چې هغه دهيلي کاپټر دلارې پېښور ته وړل شوے دے، دهغه کامياب اپريشن شوے اؤ اوس ئې حالت دخطرې نه بهر ښودل کيږي.
وفاقي داخله وزير محسن نقوي په هنګو کښې ددهشت ګردو خلاف داپريشن په دوران ژوبل شوي ډي پي او محمد خالد سره ټيليفوني رابطه کړې اؤ دهغه دحال پوښتنه ئې کړې ده.
داخله وزير دډي پي او محمد خالد دلوړې حوصلې ستائينه کړې ده.
دخېبرپښتونخوا پوليس مشر ذوالفقار حميد ژوبل شوو پوليس افسرانو سره خبرې کړي اؤ دهغوي دحال پوښتنه ئې کړې ده، دډي پي او خالد خان حالت مستحکم ښودل کيږي.
په عين حال کښې دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور ژوښبل شوو ته په وخت اؤ دبهترين طبي امداد دفراهمۍ يقيني کولو هدايت کړے اؤ وئيلي ئې دي چې ددهشت ګردو خلاف په کاميابه کارروايۍ خالد خان اؤ دهغه ټيم ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کووم، ډي پي او خالد خان پخپله ددهشت ګردو دوړومبي صف نه مقابله کړې، خالد خان اؤ دهغه ملګرو په ډيرې مړانې اؤ بهادرۍ سره ددهشت ګردو عزائم ناکامه کړيدي، مونږ په داسې بهادرو پوليس افسرانو اؤ ځوانانو فخر کوو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0