"يو اېن اېچ سي ار" د افغان کډوالو ماشومانو لپاره واکيسنو پروګرام وتاړه

May 16, 2025 - 17:15
May 17, 2025 - 08:50
 0  21
"يو اېن اېچ سي ار" د افغان کډوالو ماشومانو لپاره واکيسنو پروګرام وتاړه
Photo Source/Nation.com

کوهاټ( نعمت الله خان )

په خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوالو ماشومانو لپاره د لومړينو واکيسنو پروګرام ودرول شو۔

د افغان کډوالو ايالتي کميشنرۍ لخوا په امر کې راغلي دي، چې  د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ يا( يو اېن اېچ سي ار) په مالي مرسته پر مخ وړنکی دغه پروګرام د  بوديجې کمښت له کبله وتړل شو.

په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو لپاره په روغتيايي برخه کې د کميشنرۍ څانګې پراجېکټ ډايريکټريټ اف هيلت ( پي ډي اېچ) لخوا په رسمي امر کې ويل شوي چې د کډوالو په پنډغاليو کې د واکيسن څانګې ټول کارکوونکي او واکيسناتوران له دندې ځکه اېسته کړي دي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ( يو اېن اېچ سي ار) سره د روان کال 2025 لپاره بوديجې کمښت دی.

د واکيسنو په دغه پروګرام کې د کډوالو ماشومانو ته د تر دولس ناروغيو پر ضد لومړني واکيسن تطبيق کېدل چې اوسمهال دغه پروګرام د تړل کېدو له کبله په خيبر پښتنوخوا کې د افغان کډوالو ماشومان د روغتيا له پلوا له جدي خطر سره مخ کېدل شي.

په کوهاټ ولسوالۍ د واکيسنو په ياد پروګرام کې د محمد شريف په نوم يو واکيسناتور وحدت نيوز ته ته وويل، په ياد پروګرام کې يې 38 کاله کار وکړ او د واکيسنو ياده څانګه په تړل کېدو خواشينی دی.

 دی زياته وي چې د پروګرام په تړل کېدو سره د افغان کډوالو ماشومان له شمېر کې ساري نارغۍ لکه پوليو، توره ټوخلې،تور ژېړی، ستره تبه يا محرقه، نس ناستی، شری او په نري رنځ ورته نارغيو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ کېدل شي۔

د واکيسنو دغه پروګرام تړل کېدو په اړه افغان کډوال هم اندېښمن کړي په اړه د مجاهد شينواري په نوم د افغان کډوالو يو مشر وايي، يادې پرېکړې سره افغان کډوالو ماشومان به له جدي روغيايي خطر سره مخ شي.

نوموړي زياتوي چې بايد د کډوالو اړوند سازمانو د دغه پروګرام سره مرسته وکړي چې افغان کډوالو ماشومان له ساري نارغيو وژغول شي او سالمه رغتيا ولري۔

 د شينواري په خبره،چې افغان کډوال ډېرای بېوزله دي دوی نشي کولای له خپلو پنډغاليو لېرې روغتيايي مرکزونو يا روغتونو ته لاړ شي  او خپل تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته واکيسن تطبيق کړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي