دبهارتي اقداماتو خلاف فوج سره ولاړ يو، بيرسټر ګوهر

دپاکستان تحريک انصاف چئيرمين بيرسټر ګوهر وئيلي دي چې دپهلګام پېښې وروسته دهندي اقداماتو خلاف دپاکستان دپوځ سره ولاړ يو.
په اسلام اباد کښې ميډيا سره دخبرو په دوران په دوران بيرسټر ګوهر ووئيل چې پي ټي ائي په واضحه توګه دترهه ګرۍ غندنه کوي، دپهلګام پېښې او هندي اقداماتو خلاف مونږ متحد يو او دپوځ سره ولاړ يو.
دپي ټي ائي چئيرمين ووئيل چې په پروني بريفنګ کښې دشرکت نۀ کولو په حواله زمونږ موقف دے چې دسندهـ طاس معاهدې په اړه اے پي سي پکار وه نۀ چې بريفنګ، دۀ ووئيل چې دپاکستان ددفاع لپاره پي ټي ائي داوسپنې دديوال پشان ولاړ دے.
بيرسټر ګوهر ووئيل چې دسندهـ معاهدې معطل کولو باندې ال پارټيز کانفرنس رابلل پکار وو.
بيرسټر ګوهر پوځ سره دودريدو خبره په داسې حال کښې کړې چې تيره شپه دپوځ او حکومت لخوا دپاک وهند تازه تاوتريخوالي په تناظر کښې دسياسي ګوندونو مشرانو لپاره په راجوړ کړے شوي بريفنګ کښې تحريک انصاف ګوند دشرکت کولو نه انکار کړے ؤ.
What's Your Reaction?






