پېښور کښې په ډزو خواجه سرا ژوبل

Jun 25, 2025 - 23:58
 0  0
پېښور کښې  په ډزو خواجه سرا ژوبل

دپېښور دناصر باغ علاقې عسکري ٦ کښې پروګرام نه په واپسۍ يو خواجه سرا قاتلانه حمله کښې ژوبل شوے دے،  ژوبل شوے خواجه سرا په تشويشناک حالت کښې هسپتال ته منتقل کړے شوے دے.

  دپوليسو ترمخه تيره شپه خواجه سرا حمزه ولد لعل بادشاه دګلبهار اوسيدونکي پوليسو ته رپورټ ورکړے دے چې په ناصر باغ کښې پروګرام نه په واپسۍ  وسله والو ملزمانو جلال اؤ انس دتهکالاوسيدونکو  ډزې کړيدي چې په نتيجه کښې ئې هغه سخت ژوبل شوے، پوليسو مقدمه درج کړې اؤ تفتيش ئې شروع کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي