پاک وهند تاوتريخوالے: دخېبرپښتونخوا په ٢٩ ضلعو کښې اليکټرک سائنې نصب

پېښور: دپاک وهند تاوتريخوالي په حواله دخېبرپښتونخوا په ٢٩ ضلعو کښې اليکټرک سائرنې نصب کړے شويدي، چې مقصد ئې داولس تحفظ يقيني کول دي.
دپاک وهند تاوتريخوالي په نظر کښې نيولو سره په خېبرپښتونخوا کښې دعوامي تحفظ يقيني کولو لپاره اهم ګام پورته کړے شوے دے دکوم لاندې چې سول ډيفنس ډائريکټوريټ لخوا دصوبې په ٢٩ ضلعو کښې ٥٠ اليکټرک سائرنې نصب کړے شويدي چې دغه شان اولس دکوم مشکل صورتحال نه وړاندې بيدار شي.
دسول ډيفنس چارواکو ترمخه دا سائرنې به په خاص توګه جنګي يا هنګامي حالاتو کښې فعاله کولے شي چې دغه شان اولس ته په وخت اطلاع ورکړے شي اؤ هغوي دڅه قسمه مرګ ژوبلې نه بچ کړے شيو دسائرنو تنصيب په حساسو او دګڼې ګوڼې علاقو کښې شوے دے چې دغه شان دخبرداري پيغام په موثره انداز کښې ورسولے شي.
What's Your Reaction?






